د بلخ والي د ازبکستان له دیني عالمانو سره پر علمي او فرهنګي همکاریو خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د بلخ والي محمدیوسف وفا د ازبکستان د ۱۴ کسیز دیني عالمانو له پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د علمي، فرهنګي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
وفا د بلخ او ترمذ ترمنځ تاریخي او علمي اړیکو ته په اشاره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي همکاریو د لا زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
بلخوا، د ازبکستان د ستر مفتي مرستیال حامدجان ایشمت بیکوف ویلي، افغانستان او ازبکستان په علمي، فرهنګي، تاریخي او سوداګریزو برخو کې نږدې اړیکې لري او د دغو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.



