تدارکاتو کمېسیون د څه باندې ۷ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۵ل)

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، غونډې ته ۳۴ پروژې وړاندې شوې وې چې له ارزونې وروسته د څه باندې ۷ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې او په ۹ نورو کې لازم تعدیلات ومنل شول.

د منظور شویو پروژو په ډله کې د هرات اسلام کلا ګمرک د پارکینګ، د لوګر ۱۱ کیلومتره سړک، د بدخشان واخان د ۷۱ کیلومتره سړک بیارغونه، په بامیان، فاریاب او پکتیکا کې د روغتونونو جوړول، د هلمند ۳۵۰ بستریز روغتون، د کابل ترمینل او د کابل ښار د یو شمېر سړکونو پروژې شاملې دي. همداراز ۵ پروژې دویمې داوطلبۍ ته وړاندې او ۳ پروژې اعاده شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button