د حوثیانو ادعا؛ د ملک خالد هوايي ډګر مو په بالستیک توغنديو ویشتلی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۵ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع ادعا کړې چې ځواکونو یې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر بالستیک توغنديو په وسیله په نښه کړی دی.

د یمني پوځ ویاند ویلي، توغندي په خپل هدف په دقیقه توګه لګېدلي او د هوايي ډګر د الوتنو او تګ راتګ د بهیر د ګډوډېدو لامل شوی دی.

نوموړي د نړۍ ټولو هوايي شرکتونو ته یو ځل بیا، چې د ده په وینا «وروستی ځل» دی، خبرداری ورکړی چې په سعودي عربستان کې د الوتنو له ترسره کولو ډډه وکړي؛ ځکه د هغه په خبره، د سعودي هوايي حریم د یمني ځواکونو د پوځي عملیاتو پر ډګر بدل شوی دی.

یحیی سریع دغه راز د مکې مکرمې او مدینې منورې هوايي حریم له دې خبرداري څخه مستثنا بللی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button