پکتیا کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۵ل)
په پکتیا ولایت کې د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند د «سیتا چکډیم او سولر پمپ» پروژه بشپړه او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د معلوماتو له مخې، د دې پروژې چارې د اسلامي امارت له بودجې څخه د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت ترسره شوې دي.
مسؤلین وايي، له یادې پروژې څخه به په مستقیم ډول ۵۰ کورنۍ ګټه واخلي او د ۱۷ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا به ولري.



