قالیباف: د امریکا اقتصاد له «ویرونکې بلا» سره مخامخ دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي شورا مشر “محمدباقر قالیباف” د امریکا د اقتصاد په اړه د دغه هېواد د خزانې وزیر سکاټ بسنت د څرګندونو په غبرګون کې طنزیه دریځ څرګند کړی دی.
قالیباف په خپله ټولنیزه رسنۍ کې د اقتصاد اړوند یو مېم خپور کړی او ورسره یې لیکلي: «چمتو یې چې روح دې تسخیر کړي؟»
نوموړي په دې ډول د امریکا د اقتصادي وضعیت په اړه د بسنت څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د امریکا اقتصاد یې له یوې «ویرونکې بلا» سره تشبیه کړی دی.



