د ایران د انرژۍ وزیر او نورالدین عزیزي د ۲ زره مېګاواټه برېښنا صادراتو او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران د انرژۍ وزیر عباس عليابادي په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو او ګډو پانګونو په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې افغانستان ته د ایران د ۲ زره مېګاواټه برېښنا د صادراتو، د برېښنا او د اوبو د خوږولو اړوندو کارخونو لپاره د تجهیزاتو د برابرولو په اړه بحث شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ایران د انرژۍ وزیر له نورالدین عزیزي څخه په ایران کې د اوبو او برېښنا په راتلونکي نندارتون کې د ګډون غوښتنه هم کړې ده.



