مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۲۱۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د ورځني راپور له مخې، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارې ۲۱۰ کډوالې کورنۍ، چې ۹۶۶ غړي یې لرل، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
همداراز، له تورخم، سپین بولدک او کابل څخه ۳۹ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
راپور زیاتوي چې له ۷۲ راستنېدونکو کورنیو سره ټولټال ۵۴۴ زره افغانۍ مالي مرسته شوې او راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي او نور اړین خدمات هم وړاندې شوي دي.
په همدې ورځ ۶۷ سیمکارتونه وېشل شوي او له ۱۲ سوه څخه ډېرو ناروغانو ته روغتیايي خدمات ورکړل شوي دي.



