ایران: د هرمز تنګي غیرقانوني تګ راتګ لارې به ډېر ژر وتړل شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران د سپاه پاسداران سلاکار محمدرضا نقدي وايي، د هرمز په تنګي کې هغه لارې چې د ایران له نظره غیرقانوني دي، ډېر ژر به وتړل شي.
نوموړي ادعا کړې چې دغه لارې د تېلو د قاچاق لپاره د کوچنیو کښتیو له خوا کارول کېږي.
نقدي ویلي، د هرمز تنګی تړل شوی او د ایران وسلهوال ځواکونه پرې بشپړ کنټرول لري او دا وضعیت به تر هغه دوام وکړي چې د ایران غوښتنې ونه منل شي.



