ملا امیر خان متقي په مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره له ځانګړې شوې ۱.۶۸ هکتاره ځمکې لیدنه وکړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۵ل)

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل وايي، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره له ځانګړې شوې ۱.۶۸ هکتاره ځمکې څخه لیدنه کړې ده.

د تکل په وینا، دغه ځمکه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اړوندې ادارې له لوري د مسکو ښار په مهم موقعیت کې افغانستان ته ځانګړې شوې ده.

د پلان له مخې، پر یاده ځمکه به د افغانستان سفارت ودانۍ او اړین تأسیسات جوړ شي، چې له بشپړېدو وروسته به د سفارت اداري، قونسلي او کلتوري فعالیتونو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button