د یمن ـ سعودي جګړه؛صنعا د ریاض د سولې لنډمهالی وړاندیز رد کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي “محمد البخیتي” ویلي، چې صنعا د سعودي عربستان د سولې وړاندیز نه دی منلی.

د البخیتي په حواله، د یمن او سعودي عربستان ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ریاض وړاندیز د صنعا له لوري رد شوی دی.

نوموړي د دغه وړاندیز د ردولو د لاملونو او د سولې د احتمالي خبرو اترو په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.

د راپورونو له مخې، سعودي عربستان د ایران په منځګړیتوب صنعا ته د دوو اوونیو څخه تر یوې میاشتې پورې د لنډمهالې اوربند وړاندیز کړی و؛ خو د یمن دریځ لري چې لنډمهالی اوربند سعودي ته د بیا چمتو کېدو وخت ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button