خلیل‌زاد: د خیبر پښتونخوا د منتخب حکومت لرې کول به پاکستان له جدي ستونزو سره مخ کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد خبرداری ورکړی، چې په خیبر پښتونخوا کې د منتخب حکومت لرې کول به د پاکستان امنیتي او سیاسي وضعیت نور هم خراب کړي.

نوموړي ویلي، دغه اقدام به د سیمې د خلکو نارضایتي زیاته کړي او تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ته به د نویو کسانو د جذب او فعالیتونو د پراخولو زمینه برابره کړي.

خلیل‌زاد زیاته کړې، چې د دې اقدام له امله به د پاکستان نړیوال اعتبار ته هم زیان ورسېږي او د پښتنو بېلتون‌پال خوځښتونه به پیاوړي شي.

د نوموړي په وینا، ښايي د دې پرېکړې موخه د عمران خان د سیاسي ملاتړ کمزوري کول وي، خو پایله یې د مخالفانو د کمزوري کولو پر ځای د افراطي ډلو پیاوړتیا وي.

هغه د عمران خان له پلویانو او نورو دیموکراتیکو ځواکونو غوښتي، چې د دې وضعیت پر وړاندې اغېزمنه او خپلواکه تګلاره غوره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button