حوثي ځواکونو د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر د بالستیک توغندیو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، د یمن حوثي ځواکونو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د “پاچا خالد” پر نړیوال هوايي ډګر یوځل بیا د بالستیک توغندیو بریدونه کړي دي.
تر اوسه د دغو بریدونو کې د احتمالي زیانونو او مرګژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د یمن او سعودي عربستان ترمنځ د پوځي کړکېچ او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې دوام لري.



