د اوو ولایتونو والیانو د امنیتي او اقتصادي ستونزو په اړه غونډه وکړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د کابل ولایت مقام وايي، د اسلامي امارت د زعیم د حکم له مخې د کابل، کندهار، بلخ، هرات، ننګرهار، کندز او پکتیا ولایتونو والیانو په یوه غونډه کې ګډون کړی دی.
د کابل والي ملا امینالله عبید په دې غونډه کې د ولایتونو ترمنځ د همغږۍ او ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په غونډه کې د امنیت ټینګښت، د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه، د سرحدي چارو تنظیم، د کانونو استخراج، د کاري فرصتونو برابرول او د کډوالو ستونزو ته رسېدنه څېړل شوې ده.
همداراز، د وارداتي درملو او خوراکي توکو د معاینې لپاره د معیاري لابراتوارونو جوړول، د روغتونونو د خدمتونو ښه کول، د زدهکړې او روغتیايي برخو پیاوړتیا او پر لویو لارو د ترافیکي اصولو رعایت هم د بحث موضوعات وو.



