د روسیې د مرستیال لومړي وزیر په مشرۍ پلاوی کابل ته راځي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ تله ۱۴۰۵)
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د دغه هېواد د مرستیال لومړي وزیر الکسي لوګوینووچ په مشرۍ یو روسی پلاوی به کابل ته سفر وکړي.
کابلوف دغه څرګندونې تېره ورځ د شانګهای همکاریو سازمان د ناستې په څنډه کې کړې دي.
نوموړي کابل ته د یاد پلاوي د سفر د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه د دغه سفر د اجنډا او له افغان چارواکو سره د لیدنو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.



