په مسکو کې د افغانستان سفیر د منځنۍ آسیا او افغانستان د امنیت په کنفرانس کې وینا وکړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ میزان ۱۴۰۵):

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د منځنۍ آسیا او افغانستان د امنیت په سیمه‌ییز کنفرانس کې وینا کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

نوموړي د داعش او نورو مخربو ډلو پر وړاندې د مبارزې او د سرحدونو د خوندیتوب په برخه کې د اسلامي امارت د اقداماتو یادونه کړې ده.

نوموړي همداراز د پاکستان تر تسلط لاندې سیمو کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د سیمې د هېوادونو ترمنځ یې د امنیتي همغږۍ او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button