د سیکا کنفرانس؛ د اسراییلي ولسمشر د وینا پر مهال د ایران، ترکیې، پاکستان او کویټ استازو غونډه پرېښوده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران، ترکیې، پاکستان او کویټ استازو د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اسیا د تعامل او باور جوړونې کنفرانس (سیکا) د مشرانو د اوومې سرمشریزې پر مهال، د اسراییلو د ولسمشر اسحاق هرتزوګ د وینا له پیل سره سم د غونډې تالار پرېښود.
د راپورونو له مخې، د دغو هېوادونو استازو د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۵مه، هغه مهال تالار پرېښود چې هرتزوګ د سرمشریزې ګډونوالو ته خپله وینا پیلوله. د فلسطیني ادارې استازو هم په دې اقدام کې ګډون کړی و.
دغه اقدام د اسراییلو د ولسمشر د وینا پر وړاندې د اعتراض په توګه ترسره شو او د سرمشریزې په څنډه کې یې پراخ پام ځان ته واړاوه.
د سیکا اوومه سرمشریزه د اذربایجان په کوربهتوب جوړه شوې وه، چې د اسیا د غړو هېوادونو استازي پکې د سیمهییز امنیت، همکارۍ او د هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې پر موضوعاتو بحث کاوه.
د راپورونو له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم د هغو استازو په ډله کې و چې د هرتزوګ د وینا پر مهال یې تالار پرېښود.



