اقتصادي معاونیت: له نړیوالو بنسټونو سره د پېښو پر وړاندې د چمتووالي لومړیتوبونه شریک شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ میزان ۱۴۰۵):
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه د تمویلوونکو، ملګرو ملتونو، نړیوالو موسسو او پراختیايي شریکانو له استازو سره په کابل کې شریک شوي دي.
د یادو لومړیتوبونو په لړ کې د استنادي دیوالونو جوړول، د پېښو د مخنیوي او خبرداري سیسټمونو رامنځته کول، د ماینونو او چاودېدونکو توکو پاکول، عامه پوهاوی او د پېښو پر مهال د لومړنیو مرستو رسولو چارې شاملې دي.
نړیوالو بنسټونو ویلي، چې د دغو لومړیتوبونو له مخې به خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ تنظیم کړي، څو د پېښو پر مهال د خلکو ژوند وژغورل شي او زیانمنو کسانو ته پر وخت مرستې ورسېږي.



