الجزیره: روسیه د افغانستان- پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو هڅې کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۵ل)
الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې روسیې د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د کمولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې چټکې کړې دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسېف په راولپنډۍ کې د پاکستاني پوځ له مشر عاصم منیر سره لیدلي، په داسې حال کې چې د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین کابل ته تللی، څو د اسلامي امارت د استخباراتو له رئیس عبدالحق وثیق سره خبرې وکړي.
راپور زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د سپټمبر له ۳۰مې د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي افغانان وژل شوي، چې ډېری یې ماشومان وو.
پاکستان ادعا کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) غړي په افغانستان کې پټنځایونه لري؛ خو افغان حکومت دغه ادعا ردوي.
د راپور له مخې، شنونکي باور لري چې د روسیې یوه مهمه اندېښنه په سیمه کې د داعش خراسان ډلې د ګواښ پراخېدل دي. دوی په دې نظر دي چې ښايي مسکو د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ژورو اختلافاتو په هواري کې له ستونزو سره مخ شي.
په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د مسکو او کابل اړیکې د پراختیا په حال کې دي او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري دوه برابره شوې ده.



