ایران: د سعودي عربستان او یمن ترمنځ د ترینګلتیاو په حل کې همکارۍ ته چمتو یو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۵ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، تهران چمتو دی چې د سعودي عربستان او یمن ترمنځ د ترینګلتیاو د کمولو او حل لپاره، د دواړو خواوو په غوښتنه ډیپلوماټیکه همکاري وکړي.

بقایي له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، ایران د خبرو اترو له لارې د یادو ترینګلتیاو د هواري ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

نوموړي پر سعودي عربستان د یمن په بریدونو کې د ایران د ښکېلتیا په اړه ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی، چې یمن د خپلو ګټو او ارزونو پر بنسټ پرېکړې کوي او خپل اقدامات ترسره کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، تهران د سیمه‌ییزو اختلافاتو د حل لپاره ډیپلوماټیکې لارې غوره بولي او د خبرو اترو له لارې د ستونزو پر هواري ټینګار کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button