د یمن جګړه؛ عدن کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ د حوثي ځواکونو بالستیک برید ۲۱ تنه وژلي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ تله، ۱۴۰۵ل)

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د یمن د واکمنې حوثي ډلې ځواکونو د دغه هېواد په عدن ښار کې پر ولسمشرۍ ماڼۍ د بالستیک توغندیو برید کړی، چې په پایله کې یې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، د سعودي له ملاتړ څخه برخمن د یمن جلا وطنه حکومت هم د برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې لومړی وزیر او د کابینې نورو غړو ته زیان نه دی اوښتی.

په ورته مهال د حوثي ځواکونو مرستیال ویاند ادعا کړې، چې برید کې یې د سعودي عربستان پوځي مشاورین هدف ګرځولې او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button