عراقچي: د ایران شاوخوا سیمه کې د امریکا هر ډول حضور شخړې پارولی شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، هېواد یې د ایران په شاوخوا سیمه کې د امریکا د هر ډول حضور په اړه اندېښنه او حساسیت لري.
عراقچي دا څرګندونې د ارمنستان له «آرمن پرېس» خبري اژانس سره په مرکه کې د «ټرمپ د سولې او سوکالۍ لارې» (TRIPP) پروژې او په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
نوموړي ویلي: «موږ د خپل هېواد په شاوخوا سیمه کې د امریکا د هر ډول حضور په اړه اندېښنه لرو؛ خو په دې اړه له خپلو ارمني ملګرو سره مستقیمې اړیکې ساتو، پر هغوی باور لرو او پوهېږو چې د ایران د امنیت پر ضد به هېڅ اقدام ونه کړي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې تهران له ارمنستان سره خپلو سلا مشورو ته دوام ورکوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې برخه کې نږدې اړیکې موجودې دي.



