هند او روسیې د افغانستان او پاکستان پر وضعیت خبرې کړې دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ میزان ۱۴۰۵):

د هند د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د افغانستان او پاکستان په اړه د هند او روسیې د ځانګړو خبرو اووم پړاو په نوي ډیلي کې ترسره شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د غونډې مشري د هند د ملي امنیت شورا مرستیال سلاکار پاوان کاپور او د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي الکساندر وندیکتوف کړې ده.

دواړو لورو د ګډو ګټو پر موضوعاتو، د نړیوال امنیت پر اغېزو او د دوه‌اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې الکساندر وندیکتوف هند ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم لیدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button