بلومبرګ: د یمن بریدونو د سعودي عربستان امنیت او پانګونه زیانمن کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۵ل)
امریکايي بلومبرګ خبري آژانس راپور ورکړی، چې د یمن بریدونو د سعودي عربستان امنیت او ثبات زیانمن کړی او د بهرنیو پانګونو لپاره یې د دغه هېواد پر جذابیت منفي اغېز کړی دی.
د بلومبرګ د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ونډو بازار په تېرو دوو میاشتو کې د پرلهپسې او درنو زیانونو له زغملو وروسته، له ۲۰۲۱ کال راهیسې خپل تر ټولو ټیټې کچې ته نږدې شوی دی.
راپور زیاتوي، چې همدې وضعیت د سعودي عربستان د ونډو بازار د اکتوبر په میاشت کې د نړۍ د مخ پر ودې بازارونو له کمزورو بازارونو څخه یو ګرځولی دی.



