یحیی سریع: د مکې او مدینې پر فضا د یمني ډرونونو د الوت ادعاوې د رواغ دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسله والو ځواکونو په یوه بیان کې ویلي چې نن یې د سعودي عربستان پر خاوره پر هېڅ ډول عملیات نه دي ترسره کړي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، هغه ادعا چې ګواکې سعودي ځواکونو د مکې مکرمې په فضا کې یوه بې‌پیلوټه الوتکه (ډرون) شنډه کړې درواغ دي.

د نوموړي په وینا، د یمن عملیات د سعودي د تېلو پر تاسیساتو او پوځي اډو متمرکز دي، او ادعا یې کړې چې د سعودي نظام له لوري خپرېدونکو دغو ادعاوو او درواغو ته نور په نړۍ کې څوک باور نه ور کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button