امریکا اوکراین ته د ۲.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د پټریوټ توغندیو د ورکړې طرحه تایید کړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۵ل)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوکراین ته د پټریوټ دفاعي سیستم د ۵۰۰ PAC-3 ډوله توغندیو د پلور طرحه، چې ارزښت یې ۲.۱ میلیارده ډالرو ته رسېږي، تایید کړې ده.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د دغو توغندیو لګښت به د کاناډا، جرمني او ناروې په مالي ملاتړ او د اروپایي ټولنې د پور له لارې ورکړل شي.
د راپور له مخې، د دې معاملې اصلي قراردادي شرکت “لاکهیډ مارتین” دی، چې تر دې وړاندې یې د یادو توغندیو د کلني تولید د کچې ۲ زرو واحدونو ته د لوړولو اعلان کړی و.
د پټریوټ دفاعي سیستم د هوايي او بالستیک توغندیو د مخنیوي لپاره کارول کېږي او اوکراین یې د روسیې د بریدونو پر وړاندې د دفاع لپاره کاروي.



