عراقچي: پر ایران هر برید ته به ویجاړوونکی ځواب ورکړو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ‘سیدعباس عراقچي’ د جرمني د لومړي وزیر فریدریخ میرڅ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې د ایران ځواکونه به پر دغه هېواد د هر ډول برید په صورت کې سخت او ویجاړوونکی ځواب ورکړي.
عراقچي ټینګار کړی، چې د ایران پر وړاندې د تېري په صورت کې به ټولې سرې کرښې پای ته رسېدلې وي.
نوموړي د ایران د دفاعي دریځ په اړه ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونه به د هر ډول برید پر وړاندې پرېکنده غبرګون وښيي.



