دفاع وزارت: د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ۴۰۰ منسوبین له پوځي زده‌کړو فارغ شول

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۱۰مه)

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ۴۰۰ ځوان منسوبین د درېیو میاشتو پوځي او عقیدوي زده‌کړو له بشپړولو وروسته د هرات ولایت د یادې قول اردو له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول.

د فراغت په مراسمو کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان مولوي عبدالقیوم روحاني، د هرات والي مولوي نوراحمد اسلام‌جار، درستیزوال مولوي محمدمنصور جاوید، د هرات امنیه قوماندان شیخ نقیب‌الله عزیزي او یو شمېر نورو نظامي او ملکي مسؤولینو ګډون کړی و.

د مراسمو پر مهال فارغانو ځانګړي پوځي نمایشات او بېلابېل مهارتونه وړاندې کړل او په پای کې مسؤولینو فارغانو ته د فراغت تصدیق‌پاڼې ووېشلې.

مربوطه مطالب

Back to top button