مجتبی خامنه‌يي: د هر ډول ګواښ پر وړاندې به له جغرافیایي محدودیت پرته غبرګون وښودل شي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران ستر مذهبي مشر “مجتبی علي خامنه‌ ای” له لوړپوړو پوځي قوماندانانو سره په لیدنه کې امر کړی، چې د هرې کچې او ډول ګواښ پر وړاندې باید له جغرافیایي محدودیت پرته سمدستي او اغېزناک غبرګون وښودل شي.

د ایران د مذهبي مشر اړوند رسنیو د راپور له مخې، مجتبی خامنه‌يي ټینګار کړی، که پر ایران پوځي بریدونه یو ځل بیا پیل شي او یا ایراني چارواکي په نښه شي، د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه به د جګړې د پای ته رسېدو شرایط پخپله وټاکي.

نوموړي همداراز د پوځي استخباراتو د جوړښت پر پیاوړتیا، د نوې ټکنالوژۍ په مرسته د دفاعي او امنیتي وړتیاوو پر پراختیا او د پوځي اصولو او تاکتیکونو په برخه کې د کورنیو دفاعي ظرفیتونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د راپور له مخې، په دې لیدنه کې د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز عبداللهي، د پوځ عمومي قوماندان امیر حاتمي او د سپاه پاسداران عمومي قوماندان احمد وحیدي هم ګډون درلود.

یادې رسنۍ زیاتوي، چې پوځي چارواکو په خلیج فارس، هرمز تنګي، عمان سمندرګي او د ایران په شمال لوېدیځو او سوېل ختیځو پولو کې د خپلو ځواکونو د چمتووالي په اړه هم راپورونه وړاندې کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button