د سعودي عربستان په جازان او بقیق کې د ارامکو پر تاسیساتو توغندیز بریدونه شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۵ل)
د سعودي عربستان په جازان او بقیق سیمو کې د ارامکو تېلو شرکت تاسیسات یو ځل بیا د یمني ځواکونو د توغندیزو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د ارامکو پر تاسیساتو کې د پراخې اورلګېدنې او مالي زیانونو لامل شوي دي.
راپورونه زیاتوي چې د بریدونو له امله په جازان او نجران ښارونو کې هوايي او سوداګریز فعالیتونه هم ګډوډ شوي دي.
تر اوسه د دغو بریدونو د کره زیانونو او احتمالي مرګژوبلې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.



