په یمن د بریدونو دوام؛ حوثیانو یې غبرګون کې پر جده او جیزان توغندیز بریدونه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” اعلان کړی چې د سعودي عربستان پر جده او جیزان بندرونو یې پوځي عملیات ترسره کړي، چې په وینا یې ګڼ بالستیک توغندي په نښه شويو اهدافو لګېدلي او زیانونه یې اړولي دي.
سریع په یوه بیړنۍ اعلامیه کې ویلي، دغه بریدونه پر حدیده بندر د سعودي برید په غبرګون کې ترسره شوي او ګواښ یې کړی چې پر حدیده هر برید ته به سمدستي ځواب ورکړي.
اعلامیه زیاتوي، تر هغه به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي چې پر یمن بریدونه او محاصره پای ته ونه رسېږي.



