یحیی سریع: د سعودي عربستان د راس تنوره د تېلو تصفیهخانه مو په نښه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ادعا کړې چې ځواکونو یې د سعودي عربستان د راس تنوره د تېلو تصفیهخانه په نښه کړې ده.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۵مه، ویلي چې له برید وروسته په یادې تصفیهخانه کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
راس تنوره د سعودي عربستان له مهمو او لویو تېلو تصفیهخونو څخه ده.
تر اوسه د سعودي چارواکو له لوري د دغه برید د څرنګوالي او احتمالي زیانونو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.



