محمد بن سلمان: سعودي عربستان د خپلو شتمنیو دفاع ته چمتوالی لري

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۵ل)

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ویلي، هېواد به یې په خپل ټول ځواک او ټینګې ارادې د خپلو سرچینو او شتمنیو دفاع وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې پر یوې سوداګریزې سیمې د برید راپورونه خپاره شول.

بلخوا، د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د نومبر په ۲۵مه ادعا کړې چې ځواکونو یې د سعودي عربستان د راس تنوره د تېلو تصفیه‌خانه په نښه کړې او له برید وروسته هلته اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

په خپرو شویو انځورونو کې هم د یادې تصفیه‌خانې پر سر د لوګي یوه لویه څپه لیدل کېږي.

راس تنوره د سعودي عربستان له مهمو او لویو تېلو تصفیه‌خونو څخه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button