د سپاه پاسداران ګواښ: د ایران پر وړاندې د تېري په صورت کې به له سیمې ورهاخوا عملیات وکړو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵لیندۍ ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” د عمومي قوماندان مرستیال “مصطفی ایزدي” ګواښ کړی چې د هر ډول تېري پر وړاندې به له سیمې ورهاخوا هم پوځي عملیات ترسره کړي.

د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، ایزدي ویلي، که د ایران دښمنان خپلو تحرکاتو ته دوام ورکړي، تهران به له سیمې ورهاخوا د مقابل لوري سرچینې او زېربناوې په نښه کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ایران له دفاع څخه به هېڅ ډول دریغ ونه کړي او د دښمن د هر اقدام پر وړاندې به داسې متقابل عملیات ترسره کړي چې مقابل لوری به پرې پښېمانه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button