د ایران سمندري ځواکونو قوماندان: د دښمن هېڅ بېړۍ له هرمز تنګي د تېرېدو جرئت نه لري

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواکونو قوماندان ویلي، چې د دښمن هېڅ بېړۍ دا جرئت نه لري چې د هرمز له ستراتیژیک تنګي څخه تېره شي.
پارستودي د نوموړي له قوله راپور ورکړی، چې د ایران د پوځ سمندري ځواکونه د سپاه پاسداران له سمندري ځواکونو سره په همغږۍ د دښمن ټول تحرکات له نږدې څاري.
نوموړي ټینګار کړی، چې ایراني ځواکونه به په مناسب وخت کې د هر هغه تحرک پر وړاندې مقابله وکړي، چې د کوم ځانګړي هدف لپاره ترسره کېږي.
د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د هرمز تنګي امنیت او د دغه ستراتیژیکې اوبلارې پر سر سیمهییز کړکېچونه دوام لري.



