ملګري ملتونه: له افغانستان سره د بشري فعالیتونو ترڅنګ سیاسي تعامل دوام لري

کابل ټکی کام (شنبه، د ليندۍ ۷مه)

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي، دغه سازمان په افغانستان کې د بشري فعالیتونو ترڅنګ له واکمنو چارواکو سره سیاسي تعامل ته هم دوام ورکوي.

دوجاریک زیاته کړې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې روزماري ډیکارلو په ګډون د دغه سازمان یو شمېر لوړپوړو چارواکو څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو حضور یوازې بشري مرستو ته محدود نه دی، بلکې له کابل سره سیاسي اړیکې او تعامل هم د دغه سازمان د فعالیتونو مهمه برخه جوړوي.

مربوطه مطالب

Back to top button