جنرال یحیی سریع: ځواکونو یې د سعودي ملاتړو ملیشو څخه د وسلو سترې زېرمې نیولې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې ځواکونو یې په یمن کې د سعودي عربستان د ملاتړو ملیشو د شاتګ او تېښتې پر مهال د وسلو او مهماتو سترې زېرمې نیولې دي.

د نوموړي په وینا، په نیول شویو زېرمو کې دومره وسلې او مهمات دي، چې د ځواکونو د یوې لسیزې جګړې لپاره بسنه کولای شي.

یحیی سریع د دغو وسلو د نیولو په اړه ویلي، چې دغه پوځي تجهیزات او مهمات د سعودي عربستان د ملاتړو ملیشو له هغو ډیپوګانو څخه ترلاسه شوي، چې د هغوی د ځواکونو تر شاتګ وروسته د یمن وسله‌والو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

تر اوسه د نیول شویو وسلو د کره شمېر، ډولونو او د دغو ډیپوګانو د موقعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button