کابل ټکی کام ۲۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر ویلي دي، چې د قاضي القضات په وړاندیز او د ولسمشر په منظورتیا یې څه د پاسه ۵۰۰ قاضیان له دندو لرې کړي دي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، چې د قاضي القضات په وړاندیز او د ولسمشر په منلو سره څه د پاسه ۵۰۰ قاضیان له دندو ګوښه شوي دي.
مینه پال دغه ګام په دې موخه یاد کړی دی، چې ترڅو له فساد سره د مبارزې او قضایاوو ته په عادلانه توګه لاسرسی وشي.
مینه پال همدا راز وویل، چې د دغو قضایاوو جزئیات نه دي په ډاګه شوي.
د سترې محکمې په معلوماتو کې ښودل شوي وه، چې دغه کسان به یا بدل او یا هم له دندو ګوښه کړل شي.
د سترې محکمې ویاند جنرال نثار احمد رسنیو ته ویلي دي، چې ۱۳۵ قاضیان د ولسمشر په امر او ۴۰۲ قاضیان د قاضي القضات په امر له دندو ګوښه او یا هم په نورو دندو ګومارل شوي دي.















