عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

کابل ټکی کام(پنجشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ بنسټګر مشر “سید بدرالدین عبدالملک حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې پر ایران د امریکا-اسرائیلو د بریدونو له مهمو موخو څخه د اسلامي نظام نسکورول او پر مسلمان ایراني ولس د کنټرول ټینګول و.
نوموړي ټینګار کړی، چې دښمن هڅه کوله د ایران د اسلامي جمهوریت سیاسي جوړښت له منځه یوسي او د هېواد پر برخلیک مستقیم واک ترلاسه کړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې سیمه کې کړکېچ زیات شوی او پر ایران د فشارونو لړۍ دوام لري.



