د معیار او کیفیت اداره: اسلامکلا کې ۴۰ ټنه بېکیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب په موخه یې د اسلامکلا بندر له لارې وارد شوې ۴۰ ټنه بېکیفیته نبشي ډوله اوسپنه بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځولې ده.
د یادې ادارې په وینا، دغه محموله له داخلي معیارونو سره برابره نه وه او د کیفیت له دقیق کنټرول او هر اړخیزې ارزونې وروسته رد شوه، ترڅو بازار ته د ټیټ کیفیت لرونکو ودانیزو توکو د داخلېدو مخه ونیول شي.
د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې په ټولو بندرونو کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په شفاف او جدي ډول روان دی.



