سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) ویلي، چې د امریکا له لوري ادعا شوې سمندري محاصره ناکامه ده او دوی د هرمز تنګي بشپړ کنټرول په لاس کې لري.

سپاه پاسداران په یوه بیان کې ټینګار کړی، چې د دښمن هر ډول پوځي حضور او ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکوي او د سیمې په مهمو سمندري لارو، په ځانګړي ډول هرمز تنګي کې یې خپل تسلط لا پیاوړی کړی دی.

په بیان کې راغلي، چې د امریکا هڅې د دې لپاره دې چې د ایران پر وړاندې اقتصادي او پوځي فشار زیات کړي، نه یوازې ناکامې شوې بلکې د سیمې د امنیتي توازن په زیان هم تمامې شوې دي.

سپاه پاسداران زیاته کړې، چې د ایران وسله وال ځواکونه د خپلو ملي ګټو د دفاع لپاره هر وخت تیار دي او د هر ډول ګواښ پر وړاندې به قاطع غبرګون وښيي.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو ستراتیژیکو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، چې د نړیوالې انرژۍ د لېږد یوه لویه برخه ترې تېرېږي او دې سیمه کې هر ډول کړکېچ په نړیوالو بازارنو مسقیم اغېز لرلای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button