د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه ۲۷ وری، ۱۴۰۵ل)
صهیونیستي رسنیو رژیم په یوه تازه اعتراف کې ویلي، چې د لبنان له اسلامي مقاومت سره په نښتو کې یې سلګونه پوځیان ټپیان شوي دي.
د یاد رژیم پوځ په رسمي ډول اعلان کړی، چې د لبنان پر پوله د نښتو له پیل راهیسې د دوی ۵۶۸ سرتیري او افسران د حزبالله اسلامي غورځنګ په بریدونو کې ژوبل شوي دي.
دا شمېرې وروسته له هغه خپرې شوې، چې د صهیونیستي رژیم ۱۴م ټلویزیوني چینل راپور ورکړ، چې د لبنان په جنوب کې روانو جګړو کې د دې رژیم د زغروالو ځواکونو یو قومندان په نښه شوی او روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.
له بلې خوا، د نیواکي فلسطین رسنیو مخکې هم راپور ورکړی و، چې ټپي پوځیان په دوامداره توګه د چورلکو له لارې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول کېږي او د ډېری ټپیانو حالت نازک بلل شوی دی.



