امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا له ایران څخه غوښتنه کړې، څو اوربند د دوو اوونیو لپاره نور هم وغځوي.

د تسنیم په وینا، تهران تر دې دمه د واشنګټن دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او لا هم د دواړو لورو ترمنځ د پرېکړې په اړه څه نه دي روښانه شوي.

بلخوا د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېت تایید کړې، چې هېواد یې له ایران سره د خبرو دوام ته هیله‌مند دی او ښايي د مذاکراتو دویم پړاو هم په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ د کمولو لپاره د مذاکراتو لومړی پړاو په پاکستان کې ترسره شوی و، خو پرته له کومې څرګندې پایلې پای ته ورسېد.

مربوطه مطالب

Back to top button