پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، پنچشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۵ل)

د اوکرایین په بېلابېلو سیمو د روسیې په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه بریدونه تېره ورځ (چهارشنبه) د ډرون الوتکو او توغندیو په وسیله ترسره شوي دي.

راپورونه زیاتوي، چې دا د روسیې او اوکراین ترمنځ له لنډمهالي اوربند وروسته لومړني بریدونه بلل کېږي، چې یو ځل بیا یې د جګړې د پراخېدو اندېښنې راپارولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button