افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۵ل)

د رویترز د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې افغانستان او د مرکزي اسیا هېوادونو ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات د اورګاډي له لارې له ۵۰ سلنې ډېر زیات شوي دي.

راپور زیاتوي، دا زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې مسکو خپل د انرژۍ صادرات له اروپا څخه نورو بازارونو ته اړولي او د ایران جګړې د منځني ختیځ له لوري د تیلو عرضه کمه کړې ده.

د معلوماتو له مخې، د جنورۍ څخه تر مارچ میاشتې پورې د دې سیمې هېوادونو ته د سون توکو لېږد ۳.۳۴۷ میلیونه متریک ټنو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

مربوطه مطالب

Back to top button