په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د زرګرانو او د سرو زرو د پروسس کوونکو لپاره د ۱۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د پرانیستې په مراسمو کې د بلخ د زرګرانو د اتحادیې رئیس عبدالبشير حسن زاده وویل، چې د دې مرکز په جوړېدو سره به د کار فرصتونه زیات شي او د زرګرۍ سکتور ډېرې اوږدمهاله ستونزې به حل شي.
بلخوا، د پروژې مسوول عزیز الله امین ویلي، چې د یاد مارکېټ د جوړولو چارې به شاوخوا یو نیم کال کې بشپړې شي او له بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.



