بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د بلخ ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې د دوو پروژو چارې بشپړې شوې او د یوې بلې پروژې عملي کار هم پیل شوی دی.
د يادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس سيف الله احمدزي وویل، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د مزار شریف ښار او شاوخوا سیمو ډېره برخه د برېښنا له دوامداره خدمتونو برخمنه شي.
نوموړي زیاته کړه، د برېښنا شرکت هڅه کوي د خدمتونو کیفیت لوړ کړي او خلکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، څو د انرژۍ په برخه کې د خلکو اړتیاوې په ښه توګه پوره شي.



