د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۸۲۴ کډوالې کورنۍ چې ۴۴۴۱ تنه کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، له دغو کورنیو څخه ۸۰۶ کورنۍ د اړوندو کمېټو له لوري خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي او ۷۳۱ کورنیو سره نغدي مرستې هم ترسره شوې دي.
کمېسیون زیاتوي، راستنېدونکو ته د ثبت او بایومټریک ترڅنګ روغتیايي، ترانسپورتي او عامه پوهاوي خدمات وړاندې شوي او په همدې لړ کې ۷۱۲ سیمکارتونه هم پر هغوی وېشل شوي دي.



