کابل ټکی کام ۳۰حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له کندز ولایت څخه خبري منابع وايي، چې طالبانو د دغه ولایت مرکز اړوند چرخاب دروازې ته څېرمه پر افغان ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.
خبر وايي، چې چرخاب دروازې ته څېرمه د تخار د عمومي سړک پر سر یوه لویه امنیتي پوسته، د ټرانسپورټ ځنځير پوسته او دفتر په ټولیزه توګه د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

دا مهال طالبانو د چرخاب دروازې ته څېرمه د افغان ځواکونو پر مرکزونو درنده جګړه پیل کړې ده.
طالبان وایي، چې د دغو پوستو په نیولو سره یې افغان عسکرو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده، او پاتې نور یې مرکز ته په تېښته بریالي شوي دي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې چې په دغه سیمه کې د تخار-کندز ترمنځ غځېدلې لویه لاره د افغان ځواکونو پر مخ تړل شوې ده.
افغان چارواکي وايي، طالبانو د دغې لارې په نیولو سره خلک نه پرېږدي، تر څو په دې لاره تګ راتګ وکړي، چې د دوی ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
مګر طالبان وايي، په دغه لاره کې خلک په ازاده توګه تګ راتګ کوي، دوی زیاتوي، چې له خلکو سره یې مرکې کړي دي، او راتلونکې ویډیو کې به یې خپرې کړي.















