کابل ټکی کام ۳۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
نن د کابل په لومړۍ حوزه کې د استخباراتو ریاست ته سرتیري بریدګر ننوتل، او سخته جګړه یې پیل کړه، چې له کبله یې درنده مرګ ژوبله اړول شوې ده.
د دغه برید پړه چې طالبانو په غاړه واخیسته، د ملي یووالي حکومت دواړو مشرانو په کلکو ټکو وغانده.
د ملي یووالي حکومت دواړو مشرانو په یوه خوله ویلي دي، چې مخالفین له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، او غواړي چې د دا ډول بریدونو په ترسره کولو سره خپل حضور وښيي.
دواړه مشران دا ډول څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو له لورې د نویو پسرلنیو عملیاتو په پیلېدو سره د هېواد ګڼې ولسوالۍ د طالبانو له لورې تر کلکې محاصرې لاندې دي.
دغه برید چې سهار مهال شاوخوا نهه بجې ترسره شوی دی، ډېر زورور وو، چې له یوه کیلو متر څخه د لېرو پرتو ودانیو ښیښې یې ورماتې کړي دي.















