کابل ټکی کام ۳۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کابل د برید په اړه تازه راپورونه وایي، چې تراوسه پورې سلګونو مهمو استخباراتي کارمندانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپورونه وایي، دغه برید چې د کابل ښار په لومړۍ حوزه کې د استخباراتو په لسم نمبر ریاست کې ترسره شوی، اوس هم پکې درنده جګړه روانه ده.
د دغه برید په ترسره کېدو سره د امریکا د سفارت له لورې د خبرداري زنګ هم اورېدل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، دغه برید چې د موټر بم په مټ ترسره شوی دی، له برید وروسته په کافي اندازه امنیتي ځواکونه یې سیمې ته استولي دي.
صدیقي ویلي دي، چې د وژل شویو په اړه کره شمېره نه ده معلومه، او هلته د مهمو کسانو د ساتنې لپاره د ملي امنیت یو اړوند دفتر شته دی.
صدیقي وايي، چې د دغه برید ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.
مګر د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کورنیو چارو وزارت دغه ادعا ردوي، او وایي، چې تراوسه پورې په دغه برید کې ټول د استخباراتو مهم کارمندانان مړه او ټپيان شوي دي.
««د عمري عملیاتو د دغې توندي څپې په لړکې تراوسه سلګونه تنه داستخباراتو لوړتبه او د ټیټي کچي وحشي کارمندان له پښوغورزیدلي او وژل شوي دي او یاهم ټپیان دي.»
مجاهد وایي، په دغه برید کې یې له لارۍ موټر څخه کار اخیستی دی، چې له چاودېدونکو توکو څخه بار وه.
مجاهد زیاتوي، چې د دغه موټر بم په ترسره کېدو، دغه ریاست ته لاره هواره شوه، او د دوی نور بریدګر چې په سپکو او درندو وسلو سمبال وو، د ریاست ودانۍ ته ننوتل، چې د جګړې په پیلولو سره یې ګڼ مهم استخباراتي کارمندانو ته مرګ ژوبله واړوله.
مجاهد وایي، جګړه اوس هم په شدت سره دوام لري.















